په خوست ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
په خوست ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د علي‌شېر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د قتل، زنا په تور او نامشروع اړیکو په جرم، په ۱۸/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان پر ۳ـ ۳ کاله تنفيذي او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
 په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه  محکمې رئیس الحاج مولوي عین الله (خلیل)، قضائي غړو، نظامي منسوبینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۹
Background image

په پکتیا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت وزه ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د قتل په تور؛ په ۱۹/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۲) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱ /۲ /۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵ /۲ /۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې د اجراآتو راپور په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۲:۱۹
Background image

په خوست ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د علي‌شېر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د قتل، زنا په تور او نامشروع اړیکو په جرم، په ۱۸/ ۲/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدا. . .

بیا په خبرونو کی