نن د کندهار زون نظامي محکمې لخوا څلورو کسانو ته تنفیذي بند او تعزیري سزاګانې ورکړل شوې

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۳:۵۹
نن د کندهار زون نظامي محکمې لخوا څلورو کسانو ته تنفیذي بند او تعزیري سزاګانې ورکړل شوې

نن پنجشنبه (د روان ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۵مه نېټه) د کندهار زون نظامي محکمې لخوا څلورو کسانو ته د بېلا بېلو جرمونو په اساس تنفیذي بند او تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.

د یادو کسانو له ډلې دوو مجرمینو ته د سیاسي فعالیت په جرم ۱۵ـ۱۵ کاله قید او یو بل کس ته د اخلاقي فساد په جرم ۸ میاشتې قید ورکړل شو. دغه راز څلورم کس ته د سیاسي فعالیت په جرم پر ۳۰ دُرې تعزیري سزا سربېره قید ورکړل شو.

او د همدې محکمې لخوا درېیو نورو بندیانو ته چې د مختلفو جرمونو په تور نیول شوي وو، برأت ورکړل شو او ازاد شول.

د یادونې وړ ده چې درې نور متهمین چې د خپل منځي شخړې او جنجال په تور نیول شوي وو هم په یاده نېټه د ښکته میوند ولسوالۍ لخوا د کندهار نظامي زون محکمې ته تسلیم شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۳۶
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څلورو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د خوست ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عين الله (خليل)؛ د يوه پلاوي په ملتيا په ۱۰/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د اسماعيل خېلو، نادرشاه ګوټ، صبري او ګربزو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۱:۳۲
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د هېواد (۱۰) ولايتونو ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي)، د یاد ریاست د مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د دعوت او ارشاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۱:۲۴
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۷۰) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۸). . .

بیا په خبرونو کی