نن د کندهار زون نظامي محکمې لخوا څلورو کسانو ته تنفیذي بند او تعزیري سزاګانې ورکړل شوې

نن پنجشنبه (د روان ۱۴۴۵ هجري قمري کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۵مه نېټه) د کندهار زون نظامي محکمې لخوا څلورو کسانو ته د بېلا بېلو جرمونو په اساس تنفیذي بند او تعزیري سزاګانې ورکړل شوې.
د یادو کسانو له ډلې دوو مجرمینو ته د سیاسي فعالیت په جرم ۱۵ـ۱۵ کاله قید او یو بل کس ته د اخلاقي فساد په جرم ۸ میاشتې قید ورکړل شو. دغه راز څلورم کس ته د سیاسي فعالیت په جرم پر ۳۰ دُرې تعزیري سزا سربېره قید ورکړل شو.
او د همدې محکمې لخوا درېیو نورو بندیانو ته چې د مختلفو جرمونو په تور نیول شوي وو، برأت ورکړل شو او ازاد شول.
د یادونې وړ ده چې درې نور متهمین چې د خپل منځي شخړې او جنجال په تور نیول شوي وو هم په یاده نېټه د ښکته میوند ولسوالۍ لخوا د کندهار نظامي زون محکمې ته تسلیم شول.