کابل ولايت کې پر دوو متهمينو د تعزيري سزا حکم تطبيق شو

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۳:۲۲
کابل ولايت کې پر دوو متهمينو د تعزيري سزا حکم تطبيق شو

نن پنجشنبه (د رمضان المبارک میاشتې ۲۵مه نېټه) د کابل ولایت ده سبز ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لخوا د یوې ښځې په ګډون دوو متهمینو ته چې پر نامشروع اړيکو متهم وو؛ ۳۵- ۳۵ دُرې تعزیري سزا ورکړل شوه.

مربوطه محکمې د یادو متهمينو له ډلې یو نارینه متهم پر (۳۵) دُرې تعزيري سزا او څلور کاله تنفيذي بند او ښځينه متهمه پر (۳۵) دُرې تعزيري سزا او درې کاله تنفيذي بند محکومه کړې وه، دغه پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهمينو تطبيق شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی