د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي محبس څخه ليدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۳۶
د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي محبس څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي محمد (محمدي) په مشرۍ؛ یو ګډ پلاوي په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د هلمند ولایت له مرکزي محبس او بنديانو څخه لیدنه وکړه.
 په دې ليدنه کې یاد پلاوي د بندیانو د خوراک، څښاک، د اوسېدو ځای، روغتیايي خدماتو او د بندیانو د عمومي وضعیت دقیقه ارزونه وکړه.
د لیدنې په دوام د محبس شرایطو او امکاناتو د ښه والي لپاره د اړینو ستونزو پېژندنه وشوه او د بنديانو شکایتونه او غوښتنې واورېدل شوې.
د لیدنې وروسته د یاد پلاوي لخوا د بنديانو ستونزې او غوښتنې د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو اړوند دېوانونو د رئیسانو سره په ګډه غونډه کې شریکې شوې؛ ترڅو د محبس وضعیت د لا ښه والي، د بندیانو حقونو رعایت او د شرعي قانون د تطبیق په برخه کې لازم اقدامات وشي.
همداراز په یاده غونډه کې د ځینو نورو اړوند موضوعاتو د حل او فصل په موخه هم بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی