د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۵:۱
د بلخ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د بلخ ولايت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ غلام‌الله (عادل) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې، دارالافتاء او تحریراتو رئیسانو، د وثیقو او سندونو د لومړۍ او دویمې حوزې د حقوقو آمرينو او د اړوندو دېوانونو رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه شوه.
غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي عبدالسلام (مظهري) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې مرافعه محکمې رئيس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د لاندې مهمو قضائي او اداري موضوعاتو په اړه خبرې او هدایتونه وړاندې کړل:
1ـ د تأیید شویو فیصلو او د فرمانونو اړوند اجراآت.  
2ـ د سرپرست خط اړوند وضاحت او طرزالعمل.  
3ـ د ځوان قشر لپاره د مجرد خط چمتووالی.
4ـ د مفتي او قضائي محرر د رخصتیو ترتیب د خپل مستقیم آمر له لارې تائید.
5ـ د غیر مسؤولو کسانو لخوا د څارنې او تجسوس منعه.  
6ـ د قضائي دوسیو څخه د اسنادو د ضایع کېدو یا ورکېدو مخنیوی.
د مرافعه محکمې رئیس د یادو موضوعاتو په اړه واضح لارښوونې وکړې او په حللارو یې تفصیلي بحث وکړ.
د غونډې ګډونوالو هم په خپل وار سره خپل ګټور نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
غونډه د شیخ فدامحمد (ابوالمنصور) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی