د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۱۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۲۰
د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۱۵۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې له ( ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۱۵۶) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې (۶۱) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۷) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۴۴) دوسیې فیصله شوې دي.
په جزائي برخه کې: 
د کندهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې په يوه مياشت کې (۹۵) جزائي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۴۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او (۵۳) دوسیې فیصله شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۳
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰ /۱۱ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۴۷۹) دوسيو ته رسېدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۳۰
Background image

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ د قتل  موضوع حل شوه

د کابل ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب، په ۴ /۱۲ / ۱۴۴۷هـ ق نېټه د دوو کورنيو ترمنځ د قتل  موضوع حل او فصل شوه.

یاده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي ضیاءالحق (عکرمه) او د جزا دېوان رئیس مفتي امین ګلاب. . .

بیا په خبرونو کی