د اروزګان د مرافعه محکمې قضائي او اداري غونډه وشوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۰:۴۹
د اروزګان د مرافعه محکمې قضائي او اداري غونډه وشوه

د شنبې په ورځ ( ۱۱/۱۰/۱۴۴۵ هـ ق) د اروزګان ولایت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقی) په مشرۍ قضائي او اداري ناسته  وشوه.

په دې ناسته کې د مرافعه محکمې د دېوانونو قضائي غړو، د نظامي محکمې قضائي غړو، د ښاري ابتدائیه محکمې قضائي غړو، د اسنادو او وثایقو د ثبت مسؤولینو، د حقوقو آمر، د ټولو محاکمو اداري کارکوونکو او د امنیتي قطعې مسؤولینو ګډون درلود.

ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ وروسته د مرافعه محکمې عمومي رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، قضائي منسوبینو ته یې جدي سپارښتنې وکړې چې د خلکو ستونزې او مشکلات د اسلامي اصولو او د اسلامي امارت د محاکمو اصولو ته په کتو سره حل او فصل کړي، هېڅ فشار دې په ځان نه مني، د هېڅ فرد تر تاثیر لاندې دې نه راځي او حق دې حقدار ته وسپاري؛ ځکه چې محکمه د عدالت ځای دی باید عدالت په کې تطبیق شي.

دغه راز الحاج شیخ سخیداد (ابوالتقی) ټولو قضائي او اداري کارکوونکو ته جدي سپارښتنه وکړه چې حاضرۍ ته پابندي وکړي، زیاته یې کړه، په ټاکلي وخت دندو ته راځئ او پر ټاکلي وخت ځئ.

د مرافعه محکمې رئیس وویل، کوم قاضي چې په محبس کې بندیان لري، باید په میاشت کې د خپلو مربوطه بندیانو سره وګوري؛ که کومه ستونزه ولري باید هغه د اصولو مطابق ورحل کړي.

 د مرافعه محکمې رئیس د امنیتي قطعې مسؤولینو ته امر وکړ چې له ټولو مراجعینو سره باید د اصولو مطابق یو ډول چلند وکړي.

د ناستې په پای کې د مدني دېوان مفتی الحاج شیخ عبدالباری صاحب د حاکم نظام د بقاء او د مسؤولیتونو د ښه ترسره کېدو لپاره دعاوکړه او جلسه پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۸
Background image

د لغمان او نورستان ولایتونو نظامي محکمې مسؤولینو په هڅو د قتل (۲۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د لغمان او غربي نورستان ولایتونو ابتدائيه نظامي محکمې رئيس محترم مولوي عبدالودود (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د کورنۍ شخړې له امله شل کاله مخکې رامنځته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په ننګرهار ولايت کې شپږو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې شپږو کسانو ته د روژې خوړلو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر دو ـ دو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۳
Background image

په پکتیکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت جاني خېل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو په جرم؛ په ۱۴/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل .شوه
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين په دوه ـ. . .

بیا په خبرونو کی