د پکتيا او غزني ولايتونو محاکمو په یوه میاشت کې (۱۰۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۴:۱۲
د پکتيا او غزني ولايتونو محاکمو په یوه میاشت کې (۱۰۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۰۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د پکتيا او غزني ولايتونو مرافعه محاکمو، ښاري ابتداٸيه محاکمو، د پکتيا زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې له (۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۰۴۳) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۰۴) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۵۴۲) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۵۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۰۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۴۰۵) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۶۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۹۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د پکتيا او غزني ولايتونو محاکمو په يوه مياشت کې (۸۰۴) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر دوه کاله تنفيذي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

بیا په خبرونو کی