د کابل ولایت اختصاصي محکمې په يوه مياشت کې (۹۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ولایت اختصاصي محکمې له ۱ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۹۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د کابل ولايت اختصاصي محکمې ته په يوه مياشت کې (۸۴) دوسيې واردې شوې په داسې حال کې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۵) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.