د روزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه
د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په ډېرو هڅو، د قومي مشرانو او سپین ږېرو په منځګړیتوب د قتل رامنځته شوې موضوع په ۲۱/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
ياده پېښه د دهراود ولسوالۍ د دهزک په کلي کې په ۸ /۳ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه رامنځته شوې وه؛ چې یاده دښمني د ابتدائيه محکمې د مسؤولینو له پرلپسې هڅو وروسته حل او فصل شوه.