د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي غزني زون ته سفر وکړ

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۴:۳
د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي غزني زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت  عضو محرر مستشار الحاج مولوي جمیل احمد (جلال) يې ملتیا کوله، د روان ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې په ۱۵مه نېټه غزني زون ته د نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه سفر وکړ.
یاد پلاوي د خپل سفر په پیل کې د غزني ولایت له محترم والي، امنیه قوماندان او د استخباراتو له رئیس سره لیدنې وکړې؛ په دې لیدنو کې پلاوي د دغه ولایت د محاکمو د وضعیت او فعالیتونو په اړه له یادو مسئولینو څخه معلومات ترلاسه کړل، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه‌والي، پرمختګ او ځینو ستونزو د حل په موخه یې د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورېدل.
دغه راز د سترې محکمې نظامي مرستيال له مسئولینو سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو اړوند مفصل او هر اړخیز بحث وکړ او مسئولینو ته یې هدایت وکړ، چې د مطرح شويو موضوعاتو په اړه د غزني زون له نظامي محاکمو سره پوره همکاري وکړئ.
د ليدنې په دوام نظامي مرستيال د یاد زون د نظامي محاکمو عمومي رئیس ته هدایت وکړ، چې خپلو اړوندو ولایتونو ته سفر وکړئ، په هر ولايت کې د نظامي محکمې له قاضي، والي، امنيه قوماندان او د استخباراتو رئیس سره غونډه جوړه کړئ او د اړونده موضوع په اړه معلومات را ټول او له نهايي کېدو وروسته يې نظامي معاونيت ته راولېږئ.
یاد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د غزني زون د نظامي محکمې قضائي هیئت سره وکتل، د غزني زون نظامي محاکمو د تېرو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز بحثونه وکړل، ورپسې يې د یادې محکمې د عرايضو د ثبت، حقوقي او جزائي دوسيو، د واردې او صادرې، رسیداتو او د حاضرۍ له کتابونو او درې جلده دوسيو څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پای کې یاد هیئت د قضائي، اداري، او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۱:۴۸
Background image

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت سيوري ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د مصلحينو په منځګړيتوب، په ۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د  قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده موضوع د سيوري ولسوالۍ اړوند د (ګورجي). . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې له (۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یو مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي مطیع الحق (اصف) يې غړيتوب درلود، د. . .

بیا په خبرونو کی