د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۳۸
د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۷ هـ ق په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
1.    د (۲۵۸) جزائي، مدني، تجارتي موضوعاتو، وثایقو، متفرقه استهداآتو، قضائي تفتیش عمومي ریاست د راپورونو، عارضینو د عریضو او نورو اړوند مواردو په اړه تدقیقي نظریات ورکړل شوي دي.
2.    د مرکزي زون نظامي محکمې د اداري فساد قضیو ته د رسېدنې طرزالعمل، د سترې محکمې د تمیز عمومي ریاست د جزا دېوان طرزالعمل، د قضائي غړو د سلوک طرزالعمل، د مهرونو د جوړولو او کارولو طرزالعمل، د بانکونو د پخوانیو پورونو اړوند د اختصاصي محکمې  طرزالعمل، د محاکمو د قضائي غړو د سلوک طرزالعمل، د سترې محکمې د اداري کارکوونکو  طرزالعمل، د سترې محکمې له کلتوري مرکزونو څخه د ګټه اخیستنې طرزالعمل، د بهرنیو وکالت خطونو د قضائي قرار صادرولو لپاره طرزالعمل، د قضائي تدقیق ریاست د فعالیتونو لایحې، د مطالعاتو ریاست اړوند د لایحې کتاب، د تحریراتو لایحې او د عقاري ملکیت د اسنادو د دوراني فورم لپاره لارښود تر غور لاندې نيول شوي او د وروستيو اجراآتو او تائيدۍ په موخه د سترې محکمې عالي مقام ته لېږل شوي.
3.    پر خبر عدل، قرینې یا اقرار بناء جزائي موضوعاتو لپاره اصول ترتیب او د تائيد په موخه د سترې محکمې محترم عالي مقام ته ولېږل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی