د ننګرهار او دايکنډي ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱۳
د ننګرهار او دايکنډي ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۴۹۰) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۵۰) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار او دايکنډي ولايتونو مرافعه محاکمو، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱۶/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۴۹۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثيقې یې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار او دايکنډي ولایتونو محاکمو ته په دوو اونيو کې (۲۹۴) حقوقي دوسيې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۰) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۵) دوسیې فیصله شوې، (۲۷) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار او دايکنډي ولایتونو محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۸۶) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۷۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۱) دوسیې فیصله شوې،(۲۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار او دايکنډي ولايتونو محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۱) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸) دوسیې فیصله شوې، (۱۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار او دايکنډي ولايتونو محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۰) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د مرستيال په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې د مرستيال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت د شپږو آمریتونو آمرینو، د ۲۲ ناحیو رئیسانو او د کابل ښاروالۍ د یو شمېر نورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۲۴
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عين الله (خليل) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو په ګډون، د يو شمېر موضوعاتو او د مرافعه طلبۍ د نوې مودې په اساس د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۶
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۰۵). . .

بیا په خبرونو کی