په بلخ ولايت کې يوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۵۴
په بلخ ولايت کې يوه کس ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د بلخ ولايت اړوند د بلخ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم او زنا په تور، په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کس پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د مرافعه محکمې او سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې محکمې رئيس او قضائي غړو، د امارتي ادارو مسؤولينو، علماء کرامو، ګذر وکیلانو او مرجعينو ګډون درلود.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د یادې ابتدائیه محکمې رئیس مولوي عبدالناصر (حقدوست) د زنا د حرمت او د شرعي احکامو د تطبیق په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی