د هلمند ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۴:۳۴
د هلمند ولايت د ښاري ابتدائيه محکمې د مسؤولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د هلمند ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ د ټولو دېوانونو رئيسانو، مفتيانو، محررينو، د تحريراتو مدير او د امنيتي قطعې قوماندان په ګډون په ۱۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي برهاني د غونډې اجنډا بیان کړه او په هغو موضوعاتو چې د جزا دېوان څخه راغلي وو بحث وشو او د يادو موضوعاتو ځواب وویل شو.
د غونډې په دوام د سترې محکمې د عالي مقام د امنیتي قطعاتو له قوماندانۍ څخه د امنیت د لا ښه ټینګښت په تړاو راغلي مکتوب د عملي کېدو هدایت وشو.
دغه راز په دې غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د راتلونکې اداري ناستې لپاره ځينې موضوعات ګډونوالو ته ورکړل، ترڅو يې ځوابونه په تحریري بڼه راوړي او قضائي غړو، اداري کارکوونکو او د قطعې قوماندان ته يې هم لازمې سپارښتنې وکړې.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی