د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له ښاري ابتدائیه او د (۸) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۳۷
د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له ښاري ابتدائیه او د (۸) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمضفر میاشتې له ۸مې تر ۱۳مې نېټې د دغه ولايت د ګوشتې، کوزکونړ، دره نور، نازیان، ده بالا، شینوارو، شېرزاد، خوګیاڼو او ښاري ابتدائیه محکمې له دېوانونو او د ټولو ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې په ترڅ کې، د مرافعه محکمې هيئت د ابتدائيه محاکمو د قضيو د اجراآتو، فيصلو، د دوسيو د اندراج کتابونو، د عرايضو د ثبت دفترونو او نورو اړوندو اسنادو هر اړخيزه ارزونه ترسره او د چارو د لا ښه تنظيم، د اسنادو د خوندي ساتنې، د اداري نظم د پياوړتيا او د قضائي اجراآتو د لا ښه‌والي په موخه اړوندو مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې او هدايات وکړل.
د مرافعه محکمې یاد پلاوي د ګوشتې، کوزکونړ، دره نور، نازیان، ده بالا، شینوارو، شېرزاد، خوګیاڼو او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو او ولسواليو د رئيسانو  امنيه قوماندانيو، استخباراتو او نورو اړوندو ادارو له مسؤولينو سره ګډې غونډې ترسره کړې.
 په دغو غونډو کې د قضائي فيصلو د تطبيق، د مراجعينو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې، د دوسيو د چټک او عادلانه حل او فصل، د عدلي او امنيتي ارګانونو ترمنځ د لا پياوړې همغږۍ او همکارۍ پر ارزښت مفصلې خبرې وشوې.
په پای کې یادو ارګانونو د دوامدارې همکارۍ او همغږۍ د لا پياوړتيا ژمنه وکړه او ټينګار وشو، چې د عدلي او قضائي خدمتونو د ښه والي او د نافذه اصولو د حاکميت د ټينګښت لپاره به ګډې هڅې په دوامداره توګه روانې وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
Background image

د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (۵۱۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کندهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په حقوقي او جزائي برخو کې (۵۱۳) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۳۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) وثیقې یې هم اجرا کړې دي

 د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۹۲) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۱۸) و. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

بیا په خبرونو کی