غزني ولايت قرهباغ ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه
د
د غزنی ولایت قرهباغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپینږیرو په منځګړیتوب، په ۷ /۵ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع، چې د دوو کورنیو ترمنځ د شخصي ستونزې له امله رامنځته شوې وه او یو کس په کې وژل شوی و، ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په دقت وڅېړل شوه.
ورپسې د ابتدائیه محکمې مسئولینو او قومي مشرانو په هڅو یاده د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
