د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۹۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۰:۴۲
د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۹۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۹۵) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۵) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۵۰) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۵۹) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۳) مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ميدان وردګ ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۱۱۵) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس محترم مولوي موسی (برهاني) په مشرۍ؛ د یاد ریاست قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۱۴۴۸/۲/۱۴ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۷
Background image

د سترې محکمې د ۱۴۴۷هجري قمري کال د څلورمې ربعې د عمده فعالیتونو احصائیوي راپور

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې د تمیز عالي ریاستونو او د ۳۴ ولایتونو محاکمو د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې، ټولټال (۷۱۶۲۵) قضیو ته رسېدنه کړې، چې له دې جملې څخه (۶۱۸۹۸) قضیو ته. . .

بیا په خبرونو کی