په ننګرهار ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۱۷
په ننګرهار ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د ده بالا ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم نن چهارشنبې د ۴/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د یادې محکمې رئیس مفتي عبدالفتاح، قضائي او اداري کارکوونکو، د یادې ولسوالۍ ولسوال، د استخباراتو مدیر، امنیه قوماندانۍ مرستيال، د امر بالمعروف آمر، د یادې ولسوالۍ کارکوونکو او مراجعینو ګډون درلود.

غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو د حدودو او تعزیراتو د ګټو او د ټولنې د اصلاح په اړه هر اړخيزې ویناوې وکړې.

ابتدائيه محکمې ياد مجرم پر ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۱۷
Background image

د حقوقو عمومي ریاست د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د سترې محکمې د حقوقو عمومي رياست رئیس محترم مفتي محمد ابراهيم جان (ابوالحفاظ) په مشرۍ؛ د چارو د لا ښه سمون، چټکتيا او پرمختګ په موخه په ۹/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۲:۱۵
Background image

د پکتيا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت ځاځي آریوب ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مفتي عبیدالله (خالد) په ۲۳/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د یاد ولايت د ځاځي آریوب ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه. 
په دې ليدنه کې لومړی د مرافعه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۵۵

بیا په خبرونو کی