د لغمان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په یوه میاشت کې (۱۱۶۵) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د لغمان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې له (۲۱/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۱/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۱۱۶۵) دوسيو او عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرضپاڼو په برخه کې:
د لغمان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۹۸۵) عرضپاڼو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۲۵۱) عرضپاڼې اصلاح او ابرا شوې، (۲۰۸) عرضپاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۳۰) عرضپاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۴۹۶) عرضپاڼې حفظ شوې او پاتې عرضپاڼې تر اجراآتو لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د لغمان او بدخشان ولايتونو د حقوقو آمريتونو په يوه مياشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۱۸۰) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۷) دوسيې تطبيق شوې، (۳۳) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۲۰) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۱۱۰) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسيې تر اجراآتو لاندې دي.