د پکتيکا ولايت د ډيله ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۳۰) کلنه دښمني پای ته ورسېده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۳:۳۸
د پکتيکا ولايت د ډيله ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د مسؤولينو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ (۳۰) کلنه دښمني پای ته ورسېده

د پکتیکا ولایت د ډیله ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسؤولین له ډېرو هڅو وروسته وتوانېدل چې په ۲۸/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل پېښې له امله رامنځته شوې دښمني چې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې یې دوام درلود حل او پای ته ورسوي.
یاده دښمني ۳۰ کاله مخکې د ډیله ولسوالۍ په دولت خان کلي کې د یو سړي د قتل له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه؛ چې د ابتدائیه محکمې د مسؤولینو د ډېرو هڅو او نېکو توصیو په پایله کې جانبین سولې ته راضي او دغه دښمني یې رسماً پای ته ورسېده.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې دواړو کورنيو ژمنه وکړه، چې نور به خپل ژوند د دوستۍ په فضا کې په خوښۍ سره تېروي.
یاده غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۱:۴۶
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۷۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۰:۳۹
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په یوه میاشت کې (۸۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱۶ /۲ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۸۵۳) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی