د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۷۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۱:۳۸
د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۷۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱۶/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۳۰/ ۴/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۷۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۳۸۰) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۲) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۱۵) دوسیې فیصله شوې، (۵۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۱۷) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۲۳) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۶۰) دوسیې فیصله شوې، (۴۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
د کابل ښاري ابتدائیه محکمې څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۱۷۷) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۱) دوسیې فیصله شوې، (۳۷) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۰:۶
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي ننګرهار زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

بیا په خبرونو کی