پکتیا ولایت کې پنځو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۲:۳۹
پکتیا ولایت کې پنځو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

نن شنبه (۷ /۶ /۱۴۴۴هـ ق) نېټه پکتیا ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پنځو مجرمینو ته د اخلاقي فساد او غلا په جرمونو تعزیري سزا ورکړل شوه.

یادو کسانو ته د تعزیري سزا ورکولو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د پکتیا ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو پر مسؤولینو سربېره مجاهدینو، مشرانو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

غونډه د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې علماوو او شیوخ کرامو د بېلا، بېلا موضوعاتو اړوند بیانونه وکړل، د شرعي احکامو پر تطبیق یې خوښي وښوده وویل، مجرمینو ته د تعزیري سزا تطبیق به په ټولنه کې د اخلاقي فساد، غلا او نورو جرایمو مخه ونیسي.

دغه راز له حاضرینو سره د مجرمینو د قضیو خلاصه شریکه شوه او مجرمینو ته د محکمې د فیصلې مطابق د تعزیري سزا له ورکولو وروسته غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې یادو مجرمینو چې دوسیې یې د ښاري ابتدائیه محکمې لخوا څېړل شوې وې، له زور او جبر پرته په خپلو جرایمو اعتراف او اقرار درلود او د محکمې په پرېکړه راضي وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی