فراه ولایت کې پر یوه قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۶ - ۱۴:۲۹
فراه ولایت کې پر یوه قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو

نن چهارشنبه (۱۴۴۴/۵/۱۴ هـ ق) نېټه د فراه ولایت په مرکز کې پر یوه قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق کړل شو. د تاجمیر په نوم دغه قاتل د غلام سرور زوی او د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ د جلوارچه کلي اوسېدونکی و. نوموړي د ۱۴۳۹ هـ ق کال د لومړۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه مصطفی د عبدالرحمن زوی چې د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ د ګنک کلي اوسېدونکی و په ډېر ظلم د چاقو په وسیله وژلی و، د هغه موټر سایکل او ټلېفون یې له ځان سره وړي وو. دغه موضوع د افغانستان اسلامي امارت محاکمو ته له راجع کېدو وروسته، د اسلامي امارت د درې ګونو محاکمو (ابتدائیه، استیناف او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه، چې د هرې محکمې لخوا پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو. وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو. د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا هم د دې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په منظور فوق العاده څېړنه وشوه او د علماء کرامو سره په یوه ستره مجموعه کې پرې هر اړخیز بحث وشو چې په پای کې يې پر قاتل د قصاص شرعي حکم د تطبیق امر ورکړ. د دغه حکم د تطبیق لپاره د هیواد سترې محکمې ته هدایت وشو چې د قصاص دغه حکم باید نن چهارشنبه د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د جمادي الاولی د میاشتې په ۱۴مه نېټه د فراه ولایت په مرکز کې د هیوادوالو په یوه مجموعه کې تطبیق کړي. په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د سترې محکمې رئیس او قاضي القضاة محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د سترې محکمې قضائي مرستیال او د جنوب غرب زون د تمیز رئيس شیخ الحدیث مولوي سردارمحمد، د سترې محکمې نظامي مرستیال شیخ الحدیث مولوي خیرجان، د هیواد د کورنیو چارو وزیر محترم خلیفه صاحب سراج الدین حقاني، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي محمد خالد حنفي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي، د معارف وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي حبیب الله اغا ، د سترې محکمې د دارالافتاء رئيس شیخ الحدیث مفتي عزیزالله مظهري، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، د کندهار د علماؤو د شورا رئیس شیخ الحدیث مولوي ملوک شاه، د کندهار د تمیز د جزا د دېوان رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن، د کندهار د جهادي مدرسې د حدیثو استاد شیخ الحدیث مولوي حبیب الله، د هرات والي شیخ مولوي نوراحمد اسلام جار، د فراه مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار، د امیرالمؤمنین حفظه الله د دفتر مسؤول مولوي عبدالحکیم، د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو د څار د دفتر مسؤول مولوي احمد جان بلال، د کندهار والي الحاج ملا محمدیوسف وفا، د کندهار د هوايي ډګر عمومي مسؤول الحاج مولوي فتح الله منصور او د اسلامي امارت ګڼ شمېر نورو مسؤولینو هم برخه اخیستې وه. غونډه په هیواد کې د سرتاسري امنیت د لا ټينګښت، د خلکو شرعي حقوقو ته د لا رسېدا او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبیق لپاره په دعاء او د مقتول د وارثینو لخوا د قاتل په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولايت دايچوپان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس مولوي حضرت محمد په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو، د سيمې علماوو او مصلحينو په منځګړيتوب،  په ۲۸/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۳۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۳۶۴) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د روزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسئولینو په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، په ۷/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده. . .

بیا په خبرونو کی