شيخ مولوي قيام الدين قانت د کابل ولايت د مرافعه محکمې د دېوان تجارت د نوي رئيس په توګه رسماً معرفي شو

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۴ - ۱۵:۴۱
شيخ مولوي قيام الدين قانت د کابل ولايت د مرافعه محکمې د دېوان تجارت د نوي رئيس په توګه رسماً معرفي شو

 د ۱۴۴۴ کال د ذوالحجې د میاشتې په ۲۳مه، د کابل ولایت مرافعه محکمې عمومې ریاست د مقام په دفتر کې، د يوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې ښاغلی شيخ مولوي قيام الدين قانت صاحب د کابل د مرافعه محکمې د دېوان تجارت د رئيس په توګه د ياد رياست کارمندانو ته معرفي شو، چې د معرفت په دې غونډه کې د سترې محکمې د نظامي محاکمو مرستیال ښاغلي شیخ مولوي خیرجان خیرخواه، د کابل د مرافعه محکمې عمومي رئيس ښاغلي مولوي عبدالشکور "رشاد آخندزاده "،  د دېوان تجارت پخواني رئيس ښاغلي مولوي عبدالله "اسرار" او نورو مفتي صاحبانو ګډون کړی وو.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په لوستلو سره پیل شوه، وروسته ښاغلي شیخ خیرخواه صاحب د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل : دا چې الحمدلله مسلمانان یو او الله پاک خپل مبارک کتاب کې ذکر کړي چې د الله او د الله د رسول او د اولی الامر څخه اطاعت وکړئ، نو پر موږ واجب ده چې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان څخه اطاعت وکړو.
 ښاغلي شیخ صاحب زیاته کړه چې په اسلام کې  وظایف  په اصل کې  یو مسئولیت دی نه حق، او مسئولیت د مشرانو لخوا سپارل کیږي  او کله چې راکړل شو نو باید په ښه توګه يې ترسره کړو.
ورپسې ښاغلي مولوي رشاد آخندزاده صاحب، ښاغلي قانت صاحب ته په  خطاب کې وویل چې الله تعالی دي درته  توفق درکړي چې در سپارل شوې دنده او مسئولیتونه په ښه توګه ترسره کړې.
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی