ستره محکمه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم مقام لخوا وستایل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۵ - ۹:۵۴
ستره محکمه د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء محترم مقام لخوا وستایل شوه

د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه ملت ته د حساب ورکولو پروګرام کې د امارتي ادارو او رسنیو د فعاله ونډه اخیستنې ستاینغونډه کې د ریاست الوزراء د محترم مقام لخوا وستایل شوه.

په دې غونډه کې چې د ریاست الوزراء محترم مقام د دفتر لخوا په ۱۴۴۴/۲/۲۷هـ ق نېټه د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه سترې محکمې ته د غوره او ښه یو کلن کاري راپور  ورکولو په خاطر ستاینلیک ورکړ شو.

د دغه ستاینلیک په متن کې راغلي: ((ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ترسره شو، د سترې محکمې د مشرتابه پلاوي، رئیسانو او ویاند دفتر له فعاله ونډې اخیستنې څخه قدردانی کوم او د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا لپاره ستاسو له ژمنتیا منندوی یم. وړاندې شوي معلومات د قناعت او ستایلو وړ دي، تاسو ته د لوی څښتن تعالی له درباره په چارو کې بریالیتوب غواړم.))

د یادونې وړ ده چې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرامونو په لړ کې د سترې محکمې  د ادارې معاون محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) حفظه په مشرۍ مطبوعاتي پلاوي په ۱۴۴۳ هـ ق کال کې د دې ادارې د اجراآتو راپور شریک کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۴:۰
Background image

د میدان وردګ ولایت محاکمو په تېره یوه میاشت کې د ۱۴۷ دوسیو پر حل او فصل سربېره ۱۳۸ وثایق هم اجراء کړي دي

له ۱ /۶ /۱۴۴۴ څخه تر ۳۰ /۶ /۱۴۴۴ هـ ق نېټې د میدان وردګ ولایت د محاکمو د دوسیو او وثایقو توحیدي راپور

په دغه راپور کې د میدان وردګ ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائیه محکمې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې رئیس له څلورو ابتدائیه  محاکموڅخه ليدنه وکړه

د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي له ماتحت محاکمو څخه د ليدنو په دوام داځل په ۶ /۷ ۱۴۴۴ هـ ق نېټه د یاد ولايت د يوسف خيلو، جانخیلو، يحي خيلو او خيرکوټ ولسواليو له . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۱:۷
Background image

سترې محکمې ته د عدلیې وزارت اړوند د مرکزي حقوقو ریاست د انتقال لړۍ پیل شوه

 پرون د شنبې په ورځ  (د روان هجري قمري کال د رجب المرجب میاشتې ۶مه نېټه) سترې محکمې ته د عدلیې وزارت اړوند حقوقو ریاست د انتقال په اړه د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام د ۴. . .

بیا په خبرونو کی