سبا شنبه د ذوالحجة الحرام میاشتې لومړۍ ورځ ده
د افغانستان اسلامي امارت د رؤیت هلال د مرکزي او ولایتي کمېټو د غړو د معلوماتو په اساس د هیواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې زیاتو کسانو د ذوالحجة الحرام یا لوی اختر میاشت لیدلې او محاکمو ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده او شاهدي یې شرعاً معتبره بلل شوې؛ نو د رؤیت هلال مرکزي کمېټه رسمي اعلان کوي چې سبا شنبه د ۱۴۴۵هجري قمري کال د ذوالحجة الحرام میاشتې لومړۍ نېټه ده چې د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د جوزا/غبرګولي میاشتې له ۱۹مې نېټې سره برابره ده؛ په دې اساس د ذوالحجة الحرام میاشتې ۱۰مه نېټه چې د ۱۴۰۳ هـ ش کال د جوزا/ غبرګولي میاشتې له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د دوشبنې ورځ د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.