د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۵:۱۸
د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه

د سه شنبې په ورځ (۴ /۳ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه دکندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالغفار (بحر) په مشرۍ د یادې محکمې  د دېوانونود  رئیسانو، غړو، د تحریراتو د رئیس او د وثایقو د  آمر ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه.

یاده غونډه چې د مرافعه محکمې د ریاست مقام په دفتر کې جوړه شوې وه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه، وروسته محترم بحر صاحب دامیرالمؤمنین حفظه الله پيغام چې په کې قضاتو ته  د شریعت  د اصولو ښه تطبیق، د محاکمو اجراآتو کې بېطرفي او ولس ته پر ښه خدمت کولو باندې ټینګار شوی و، د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړ .

دغه راز په دې غونډه کې په یو لړ قضائي او اداري موضوعاتو باندې بحث وشو اود شریعت د اصولو مطابق یې په اړه تصمیمونه ونیول شول.

یاده غونډه  د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی