د کندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه
د سه شنبې په ورځ (۴ /۳ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه دکندهار ولایت د مرافعه محکمې د رئیس محترم شیخ عبدالغفار (بحر) په مشرۍ د یادې محکمې د دېوانونود رئیسانو، غړو، د تحریراتو د رئیس او د وثایقو د آمر ترمنځ اداري غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه چې د مرافعه محکمې د ریاست مقام په دفتر کې جوړه شوې وه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه، وروسته محترم بحر صاحب دامیرالمؤمنین حفظه الله پيغام چې په کې قضاتو ته د شریعت د اصولو ښه تطبیق، د محاکمو اجراآتو کې بېطرفي او ولس ته پر ښه خدمت کولو باندې ټینګار شوی و، د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړ .
دغه راز په دې غونډه کې په یو لړ قضائي او اداري موضوعاتو باندې بحث وشو اود شریعت د اصولو مطابق یې په اړه تصمیمونه ونیول شول.
یاده غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.
