د کندهار د مرافعه محکمې قضائي پلاوي د شمالي او جنوبي ميوند ولسواليو له ابتدائیه محاکمو ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۱:۵۵
د کندهار د مرافعه محکمې قضائي پلاوي د شمالي او جنوبي ميوند ولسواليو له ابتدائیه محاکمو ليدنه وکړه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې شپږ کسیز قضايي پلاوي چې مشري يې د مرافعه محکمې د نظامي دېوان رئیس محترم مولوي یحیی کوله په ۱۸ /۵ /۱۴۴۵هـ ق نېټه د شمالي او جنوبي میوند ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د قضائي او اداري اجراآتو د لیدنې او ارزونې په موخه يادو ولسوالیو ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د شمالي او جنوبي میوند ولسواليو د ابتدائیه محاکمو پر قضائي او اداري چارو سربېره د وثایقو آمریت له اجراآتو لیدنه وکړه، د یادو محاکمو له قضاتو سره يې غونډه وکړه، په غونډه کې يې د دوی ستونزې واورېدې او د ستونزو د حل په موخه يې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
 د يادې ليدنې په دوام قضائي پلاوي د جنوبي ميوند ولسوالۍ له زندان څخه لیدنه وکړه چې په ياد محبس کې کوم بې سرنوشته بندي شتون نه درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی