د کابل ښار ابتدائیه محکمې څلورم زون ته د نوی رئیس د معرفي کېدو غونډه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۵:۷
د کابل ښار ابتدائیه محکمې څلورم زون ته د نوی رئیس د معرفي کېدو غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۵ کال د ربیع الاول  میاشتې په ۴مه نېټه د کابل ښار د ابتدائیه محکمې څلورم زون ته د نوي رئیس محترم مولوي عبدالرحمن (مطمئن)د معرفي کېدو په موخه غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور (رشادآخندزاده) صاحب، د سترې محکمې د بشري سرچینوعمومي رئیس ښاغلي مولوي سیف لله آغا صاحب، د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس  ښاغلي مفتي حزب الله(ابراهيمي) صاحب او د څلورم زون د ابتدائیه محکمې قضائي او اداري غړو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛  په پیل کې  ښاغلي مولوي عبدالرحمن (مطمئن) د مشرانو لخوا څلورم زون ته د نوي رئیس په توګه  معرفي شو.

وروسته ښاغلي مفتي حزب الله (ابراهیمي) صاحب په  خپلو خبرو کې  د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل،  په دندو کې تغیر او تبدیل یو اصل دی  او زموږ هدف خپلو هیوادوالو ته د اسلامي شریعت په رڼا کې خدمت دی.

نوموړي زیاته کړه چې قضاء  په یو هیواد کې یو له  مهمو رکنونو څخه دی او پرته له قضاء په یو هیواد کې هوسا ژوند نا ممکن دی، له همدي کبله په دې مهمه دنده کې  باید خپلو مکلفیتونو ته په ښه توګه متوجه شو او خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړو.

دغه راز ښاغلي رشاد صاحب د څلورم زون نوي رئیس ته د هرکلي ترڅنګ د سترې محکمې محترم پلاوي ته د کابل ولایت د محاکمو دکار  د چټکتیا په اړه هم ډاډ ورکړ او وویل، د  الله تعالی د رضا او د ولس د هوساینې لپاره موږ هم هر وخت پرله پسې د محاکمو څخه نظارت کوو.

غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۹
Background image

کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د
د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په ۲۴ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولايت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
محترم مفتي نصیب الله (طیب). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

بیا په خبرونو کی