د کابل ښاري ابتدائيه محکمې د دویم زون عمومي رئيس د ياد زون له اړوند امنيتي مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۲:۳۰
د کابل ښاري ابتدائيه محکمې د دویم زون عمومي رئيس د ياد زون له اړوند امنيتي مسؤولينو سره د همغږۍ غونډه وکړه

د ۱۴۴۵هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۱۶مه نېټه د کابل ښاري ابتدائیه محکمې د دویم زون عمومي رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل) په مشرۍ، د دې زون د دېوانونو رئیسانو، د یاد زون اړوند د امنیتي حوزو آمرينو، د کشف او جنائي مدیرانو  په ګډون د یادې محکمې د مقام په دفتر کې د همغږۍ غونډه وشوه.
دا غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي خلیل د هغو مواردو  يادونه وکړه چې دوسیو ته د رسېدنې پر مهال د ځنډ لامل کېږي.
دغه راز نوموړي د مظنونینو د حقوقو مراعتولو په اړه د امنیتي حوزو مسؤولینو ته هر اړخيزه وينا وکړه او د ستونزو د حل په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په دوام د امنیتي حوزو مسؤولینو هم خپل نظرونه او غوښتنې وړاندې کړې، چې د محترم مولوي خلیل لخوا ورته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د غزني ولايت مرافعه محکمې د رئيس محترم مفتي عزیزالله (حيدري) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د حقوقو او وثايقو آمرينو او امنيتي قطعې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

د ننګرهار ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس محترم شیخ سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د دې محکمې اړوند دېوانونو د رئیسانو په ګډون، په ۲۲/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د یو. . .

بیا په خبرونو کی