د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو قومونو ترمنځ (۱۲) کلنه دښمني حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۱
د پکتیکا د مټاخان ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو قومونو ترمنځ (۱۲) کلنه دښمني حل او فصل شوه


په ( ۷/ رجب المرجب/ ۱۴۴۵هـ ق) نېټه د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په ډېرو هڅو، د يادې ولسوالۍ د مسؤولينو او د قومي مشرانو په منځګړيتوب د جانيخېلو او مټاخان ولسوالیو د دوو قومونو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
شاوخوا ١٢ کاله مخکې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ اړوند د موسی خېلو قوم یو تن مسافر هندوستان هېواد کې د جانیخېلو ولسوالۍ د جلالزي قوم د دوو تنو لخوا د چاړو په وسیله په شهادت رسېدلی و؛ له دې امله د یادو قومونو ترمنځ دښمني رامنځته شوې وه.
ياه پېښه د پکتيا ولايت د مټاخان ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور وڅېړل شوه او د يادې محکمې د رئيس په هڅو او د دې ولسوالۍ د مسؤولينو او قومي مشرانو په منځګړيتوب د دواړو قومونو ترمنځ سوله وشوه او د مقتول وارثینو قاتلینو ته بښنه وکړه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه د دواړو کورنيو په رضايت او خوښۍ سره پای ته ورسېده او د دوی د قتل دوسیه رسما پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی