د پکتیا ولایت په مرافعه محکمه کې د قضاتو ترمنځ ناسته تر سره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۱۴:۴۰
د پکتیا ولایت په مرافعه محکمه کې د قضاتو ترمنځ ناسته تر سره شوه

د روان کال ۳/۳ /۱۴۴۵ هـ ق کال د دوشنبې په ورځ د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د رئيس الحاج مفتي عبیدالله «خالد» په مشرۍ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو ترمنځ  ناسته تر سره شوه.

ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د پکتیا ولایت د ښاري ابتدائيه محکمې رئيس محترم مولوي محمدرحیم «نعماني» خبرې وکړې وويل، د افغانستان د اسلامي امارت د استحکام خیال وساتئ، د دغه نظام د بقاء لپاره کار وکړئ او د خپلو مشرانو اطاعت وکړٸ.

دغه راز د پکتيا ولايت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) خبرې وکړې وويل، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله احکام او فرامین پر ورځنيو چارو کې تطبيق کړٸ او د سترې محکمې لوړ مقام اصولو ته ژمن پاتې شٸ.

نوموړي زياته کړه، د قاضي د قلم رنګ د شهيدانو وينې دي او قاضيان دې خپل قلم عدل ته په کتو وکاروي.

ناسته د دعا ویلو سره پاى ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی