د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د استیناف او ښاري محاکمو له قضاتو سره وکتل

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۸:۳۰
د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د استیناف او ښاري محاکمو له قضاتو سره وکتل

د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رمضان میاشتې په ۱۴مه نېټه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس مفتي امان الله (منقاد حقاني) د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې او د ښاري ابتدائیه محکمې له درنو قضاتو سره په خپل کاري دفتر کې اونیزه ناسته تر سره کړه .

ناسته د مرافعه محکمې ریاست د جزاء دېوان د محرر مولوي عبدالرحمن(زاهد) لخوا د قرآنکریم  د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس مفتي امان الله (منقاد حقاني) د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه.

محترم مفتي امان الله (منقاد حقاني) ټولو قضاتو ته د نفس او د خواهشاتو د کنټرول په هکله د قرآنکریم او احادیثو په رڼا کې تفصیلي وینا وکړه، محاکم یې د اسلامي امارت د غږ اورېدو وروستۍ مرجع وبلله او وویل، د ټولو محاکمو چارې باید په شفاف او عادلانه ډول ترسره شي.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس قضاتو ته د عجز اختیارولو او له کبر او کینې څخه د ځان ساتلو، په محاکمو کې د فرېبکارو اشخاصو په مخنیوي، د نظام د بقاء، په هره فیصله کې لوی الله (جل جلاله) حاضر او ناظر ګڼلو، د وخت په پابندۍ، د علماء کرامو او د قضاتو پر منصب، د مشرتابه د فرامینو، د سترې محکمې د متحدالمآلونو، د اداري اصولنامې او د محاکمو د لایحې او نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې او په یادو مواردو کې یې کارکوونکو ته نېکې او لازمې سپارښتنې وکړې.

د قضاتو په استازیتوب د مرافعه محکمې د ثبت اسناد وثایق او مخزن آمریت مفتي شیخ عبدالجبار (احمدي) خبرې وکړې او د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې له رئيس نه یې د زړه له تله د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ مننه وکړه.

غوڼده د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی