د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې رئیس له څلورو ابتدائیه  محاکموڅخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۱:۱۴
د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې رئیس له څلورو ابتدائیه  محاکموڅخه ليدنه وکړه

د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې د رئیس په مشرۍ یوه پلاوي له ماتحت محاکمو څخه د ليدنو په دوام داځل په ۶ /۷ ۱۴۴۴ هـ ق نېټه د یاد ولايت د يوسف خيلو، جانخیلو، يحي خيلو او خيرکوټ ولسواليو له  ابتدائیه محاکمو  څخه ليدنه او کتنه وکړه.

د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي امان الله (منقاد) او ورسره مل پلاوي چې د استيناف محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس مولوي محمد (مختاري)، د استيناف محکمې د جزاء دېوان مفتي مولوي عبدالمنان (محق)، د استيناف محکمې د وثایقو امر مولوي حامد،  د عامه امنيت دېوان محرر مولوي حسن (بهير) يې غړیتوب درلود له يادو محاکمو څخه ليدنه ترسره کړه او د معمول په څېر یې د یادو محاکمو له رئیسانو، عضو مفتيانو او عضو محررینو سره وليدل.

یاد پلاوي د محاکمو دحاضرۍ کتابونو، د اندراج کتابونو، دصادرې او واردې کتابونو،  د ویایقو دفتر له کتلو وروسته  يوه، یوه نسخه د فيصلې هم مطالعه کړه.

دغه راز  يې د محکمې د اړوندو چارو په تړاو مهم موضوعات،  د مشرتابه مقام او د سترې محکمې د راغليو فرمانونو د تطبيق، د دوسيو په خپل وخت دحل کولو، د محکمې له خوا د فتوی د طرزالعمل د  فرمان او نورو موضوعاتو اړوند لازم معلومات شريک کړل.

په دې سربېره ځينې مهم مسائل او موارد له پلاوي سره په مذاکراتي ډول ياد شول چې الحمدلله تر ډېره بريده ستونزو ته حللاره پيدا شوه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی