د پکتيکا د استيناف محکمې یوه پلاوي له درېيو ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۱۱:۱
د پکتيکا د استيناف محکمې یوه پلاوي له درېيو ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د پکتيکا ولايت د استيناف محکمې یوه پلاوي له ابتدائیه محاکمو د لیدنو په دوام پرون سه شنبې (۱۰ /۶ /۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د دغه ولایت د وزاې‌خوا، وړممۍ او تروې ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه ليدنه وکړه.

د استیناف محکمې دغه پلاوي چې د یادې محکمې د جزاء دېوان رئیس مفتي محمد عرفان (الهام)، د جزاء دېوان مفتي مولوي عبدالمنان (محق) او د وثایقو امر مولوي عبدالصمد (حامد) يې غړیتوب درلود، د استيناف محکمې د عمومي رئیس په هدايت يادو ولسواليو ته سفر وکړ، هلته يې د دغو ولسواليو د ابتدائیه محاکمو له رئیسانو، مفتيانواو محررینوسره وليدل.

‎یاد پلاوي د محاکمو د حاضريو کتابونو، د وثایقو کتابونو، اندراج کتابونو، صادرې او واردې د دفتر له کتلو وروسته  يوه نسخه د فيصلو  هم مطالعه کړه، دغه راز يې د محاکمو مسؤولینو ته د اړوند چارو د ښه ترسره کولو،  د مشرتابه مقام او د سترې محکمې د فرمانونو د تطبيق په اړه لازم هدايات وکړل.

د يادو محاکمو محترمو رئیسانو، مفتیانو او نورو غړو د پلاوي له ورتګ څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ ځينې مهم مسایل له یاد پلاوي سره شريک کړل چې الحمدلله مناسبې حللارې ورته پيدا شوې.

د استيناف محکمې پلاوی له لاسته راوړنو د دغه ډک درې ورځني سفر وروسته بېرته مرکز ته راستون شو .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی