د هیواد نهو ولایتو ته د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د عمومي رئیس په مشرۍ پلاوي سفر پای ته ورسېد
د هیواد نهو ولایتونو (تخار، بدخشان، کندوز، سرپل، مزار شریف، جوزجان، فاریاب، سمنګان او بغلان) ته د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو د عمومي رئیس محترم مفتي حزب الله (ابراهيمي) په مشرۍ د سترې محکمې د یوه پلاوي له لاسته راوړنو ډک ۱۲ ورځنی سفر په ۱۴۴۴/۲/۲۰هـ ق نېټه پای ته ورسېد.
د سترې محکمې دغه پلاوي چې په تشکیل کې یې د سترې محکمې د بشري سرچینو سرپرست رئیس محترم مولوي سیف الله (آغا)، د تدقیق او مطالعاتو ریاست قضائي مدقق محترم حافظ مولوي حمدالله (محمدي) او د ظرفیت لوړونې او اجراآتو د ارزیابۍ رئیس محترم حافظ نصیراحمد هم ګډون درلود په ۱۴۴۴/۲/۸ هـ ق نېټه د ولایتي محاکمو د اداري او قضائي چارو د ارزونې په موخه یادو نهو ولایتونو ته سفر وکړ.
د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي رئیس محترم مفتي حزب الله (ابراهیمي) او ورسره مل پلاوي د دغه سفر پر مهال د ولایتي استیناف او ښاري محاکمو پر رئیسانو سربېره د یو شمېر ولایتونو له والي صاحبانو او نورو اداري مسوولینو سره وکتل.
د سترې محکمې دغه پلاوي د ولایتي محاکمو مسوولینو ته هدایت وکړ چې د هیوادوالو قضیو ته په ټاکلي وخت او شفافه توګه رسېدنه وکړي.
یاد پلاوي په ولایتي محاکمو کې د وړ قضائي کارکوونکو د جذب په موخه بدخشان ولایت کې له ۱۴۰ دیني علماوو ، په فاریاب ولایت کې له ۳۵ دیني علماوو او په سرپل ولایت کې له ۴۰ دیني علماوو څخه د قضاء مسلک کې ازموینه واخیسته.
دغه راز یاد پلاوي د ولایتي محاکمو د اداري چارو (صادرې، واردې، اندارج، جلب، د ابلاغ پارچې، وړاندیز او مکتوبونو) ارزونه وکړه.