د هلمند ولايت د مرافعه محکمې رئيس د يو پلاوي په مشري د ګرمسير ولسوالۍ ته سفر وکړ

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۹:۳۹
د هلمند ولايت د مرافعه محکمې رئيس د يو پلاوي په مشري د ګرمسير ولسوالۍ ته سفر وکړ

 

د هلمند ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس مولوي محمد نبي حماس صاحب په مشرۍ یو مل پلاوي د‌ ګرمسیر ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ.
مولوي صاحب يادې ولسوالۍ ته له رسېدو سره سم د یادې محکمې د محبس د زندانیانو سره وليدل، له دوی سره یې خبرې وکړې، د دوی مشکلات يې واوريدل، په دې سربېره د‌ محبس د حالاتو او د بندیانو د فیصلو پوښتنه وشوه.
د یادې ابتدائیه محکمې له فیصلو او اداري کارونو څخه یې نظارت ترسره شو او له نظارت وروسته د ګرمسير ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په انګړ کې د یادې ولسوالۍ له ولسوال، قوماندان، د استخباراتو مسؤول او د مواد مخدره له مسوؤل سره ګډ مجلس وکړ، چې په ياد مجلس کې په ډېرو موضوعاتو، لکه: غلاوي، او دې ته ورته نورو جنایي پېښو خبرې وشوې.
په پای کې د حماس مولوي صاحب له لوري د محبس له مسؤل سره د بنديانو د ښه ساتلو په موخه مرسته وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۵
Background image

په پکتيکا ولايت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت خوشامند او وازې‌خوا ولسواليو ابتدائیه محاکمو د پرېکړو له مخې پنځو کسانو ته د اخلاقي فساد په جرم؛ غلا او لواطت په تور، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رجب المرجب میاشتې په ۲۲مه او ۲۳مه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۳
Background image

د ارزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ارزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او قضائي غړو، د اسنادو او وثيقو د ثبت آمر او غړو، د حقوقو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم خلیفه محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائيه محاکمو قضائي غړو او اداري کارکوونکو په ګډون، په ۲۰/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی