د هلمند ولايت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس په مشرۍ ادارې غونډه ترسره شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۰ - ۱۱:۱۹
د هلمند ولايت د مرافعه محکمې د عمومي رئیس په مشرۍ ادارې غونډه ترسره شوه

د سه شنبې په ورځ (۱۱ /۳ /۱۴۴۵) هـ ق نېټه د هلمند ولایت د مرافعه محکمې د ریاست په مقام کې د یادې محکمې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد نبي(حماس) په مشرۍ اداري غونډه چې د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، محررینو او د تحریراتو عمومي امر په کې ګډون درلود ترسره شوه.

یاده ادارې غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د ياد عمومي رياست رئیس مولوي حماس د غونډې اجنډا ګډونوالو ته بيان کړه، په ياده ادارې غونډه کې د ګرشک او سنګین ابتدائیه محاکمو څخه راغلي استهداوو متن بیان او له هر اړخيز بحث وروسته د یادو استهداوو ځواب وویل شو.

همدارنګه په یاده ادارې غونډه کې د ښځینه مراجعینو د نظم اړوند هم بحث وشو او غونډه د دعائیې په لوستلو سره پاى ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي پکتيا زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د سترې محکمې نظامي مرستيال په مشرۍ يوه پلاوي کابل زون ته سفر وکړ

د سترې محکمې د نظامي مرستیال الحاج مولوي محمدګل (صیاد) صاحب په مشرۍ یوه پلاوي، چې د نظامي معاونیت عضو مفتي مستشار الحاج مفتي محمد (عمري) او د یاد معاونیت عضو محرر مستشار الحاج مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست له چارو پلټنه وکړه

د قضائي تفتيش عمومي رياست د وړاندیز او د سترې محکمې محترم عالي مقام د حکم له مخې د مفتي حبيب الله (حبيب) په مشرۍ یوه پلاوي، چې مولوي محمد فقير (حنيف)، مولوي فلک شېر (حقاني)، مولوي. . .

بیا په خبرونو کی