د ننګرهار محاکمو د زمري په میاشت کې د (۹۲۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۴۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۱ - ۱۱:۴۱
د ننګرهار محاکمو د زمري په میاشت کې د (۹۲۷) دوسیو پر حل او فصل سربېره (۴۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

په دغه راپور کې له ۱/ زمری / ۱۴۰۲ څخه تر ۳۱ / زمری/ ۱۴۰۲ هـ ش نېټې د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې، د ښاري ابتدائيه محکمې او ولسوالی د ابتدائيه محاکمو د زمري میاشتې حقوقي، جزائي او تجارتي اجراآت شامل دي:

په حقوقي برخه کې:

په زمري میاشت کې د ننګرهار ولایت محاکمو ته (۴۵۵) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۸۶) دوسیې مکتوبي اجرا شوې دي، د (۲۵۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۴) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې :

په زمري میاشت کې د ننګرهار ولایت محاکمو ته (۲۵۲) جزائي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکی هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۲۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې دي، د (۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۸۰) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

په تجارتی برخه کې :

په زمري میاشت کې د ننګرهار ولایت محاکمو ته (۱۷۷) تجارتي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکی هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۱۳) دوسیې مکتوبي اجرا شوې دي، د (۸۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶) دوسیې فیصله شوې دي او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

دغه راز په یاده موده کې (۴۱۷) بیلا بېلې وثیقې هم اجرا شوې دي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

بیا په خبرونو کی