د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ شرعي ابتدائیه محکمې یوه مجرم ته تعزیري سزا تطبیق کړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۱۰:۲۵
د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ شرعي ابتدائیه محکمې یوه مجرم ته تعزیري سزا تطبیق کړه

د ننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ شرعي ابتدائیه محکمې د پنجشنبې په ورځ (۱۴۴۴/۴/۳۰هـ ق) نېټه یوه علني قضائي ناسته کې د کوز کونړ ولسوالۍ یو اوسېدونکی د لواطت په جرم په ۳۹ درو تعزیري سزا محکوم کړ.

یاد مجرم ته د کوز کونړ ولسوالۍ د شرعي ابتدائیه محکمې لخوا د مجرم په قناعت سره ۳۹ دُرې تعزیري سزا ورکړل شوه.

باید وویل شي چې د دغه حکم د تطبیق پر مهال د کوز کونړ ولسوالۍ محترم ولسوال، د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان، مجاهدینو او ګڼو نورو عامو مسلمانانو ګډون درلود.

یاده غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۳
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوی عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې دېوانونو او ښاري ابتدائيه محکمې او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئيسانو په ګډون، په ۵ /۲ /۱۴۴۸هـ ق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۰
Background image

د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۲۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۳) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۲/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۲۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په يوه مياشت کې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په يوه مياشت کې (له ۱۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۷۵۶) بېلا بېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی