د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ښاري محکمې له اجراآتو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۵:۲۰
د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د ښاري محکمې له اجراآتو څخه لیدنه وکړه

په ۴ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس مولوي موسی کلیم "عاصم" د یاد ولایت د ښاري محکمې له ټولو دېوانونو څخه لیدنه تر سره کړه او د دوی قضائي او اداري اجراآت یې له نږدې ولیدل. د مرافعه محکمې رئیس په نوبت سره له جزا، مدني، عامه امنیت او ترافیکي پېښو دېوانونه له نږدې ولیدل او د یادو دېوانونو د فعالیتونو او کړنو څخه يې کتنه وکړه. نوموړي د حاضرۍ ، اندراج، واردې صادرې، رسیداتو، کتابونه وکتل او مسؤولینو ته یې د غوره او پر وخت اجراآتو هدایت وکړ. ورپسې د هر دېوان د قضائي اجراآتو ځینې نمونې وکتل شوې او د یادو فیصلو او اجراآتو په اړه د مرافعه محکمې رئیس له دوی سره خپل نظر شریک کړ. د ارزیابۍ په پای کې د مرافعه محکمې رئیس د ښاري محکمې د قضائي مسؤولینو هڅې وستایلې او دوی ته یې د مسؤولیتونو د ښه ترسره کولو دعا وکړه. د ښاري محکمې قضائي منسوبینو یاد راتګ مثبت وګاڼه او له عمومي رئیس څخه یې مننه وکړه چې تل یې دوی خپلو دندو ته تشویق کړي او د اړتیا پر مهال یې ورسره همکاري کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت ازرې ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ او د مرافعه محکمې د جزا دېوان د رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۸/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئیسانو، د علماوو شورا مرستيال او غړي، د امنيه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۱:۲۱
Background image

د کندهار د مرافعه محکمې رئیس د نشه‌یي توکو د روږدو بندیانو له محبس څخه لیدنه وکړه

د کندهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد (محمدي)، د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان محرر مولوي عبدالستار په ملتيا، په ۲۷/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه په یاد ولايت کې پر نشه‌يي توکو د. . .

بیا په خبرونو کی