د لغمان د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت د ابتدائیه محاکمو له قضاتو سره وکتل

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۲:۱۰
د لغمان د استیناف محکمې رئیس د دغه ولایت د ابتدائیه محاکمو له قضاتو سره وکتل

د لغمان ولایت د استیناف محکمې رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) د دوشنبې په ورځ (۲۱/۳/۱۴۴۴ هـ ق) نېټه د دغه ولایت د قرغیو، علینګار او دولت شاه ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له قضاتو سره وکتل.

د استیناف محکمې رئیس په دې لیدنه کې د یادو ولسوالیو قضاتو ته د خپلو کارونو د ښه ترسره کولو لپاره لازم هدایات وکړل، وویل چې د خلکو عرایضو ته دې په ټاکلي وخت رسېدنه وشي، د خلق الله کارونه دې په شفاف ډول په خپل وخت کې حل او فصل شي.

دغه راز د استیناف محکمې رئیس محترم مفتي عبدالله (فرقاني) د اسلامي شریعت پر تطبیق ټینګار وکړ زیاته یې کړه، د افغانستان ځورېدلی ملت چې همیشه یې د اسلامي شریعت د نافذولو لپاره نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده، باید د دې مبارزې نتیجه او ثمره وویني.

بل خوا محترم مفتي عبدالله (فرقاني) په یاده نېټه د دولت شاه ولسوالۍ له ولسوال قاري متوکل او د قرغیو ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره هم ملاقات وکړ.

په دې لیدنو کې دواړو لوریو په اړوند موجوده ستونزو او مشکلاتو بحث وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ستونزو د حل په موخه به په اتفاقي شکل هڅې کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی