د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه پلاوي د ختیځ زون د محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو څارنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۰:۳۲
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست یوه پلاوي د ختیځ زون د محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو څارنه وکړه


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې له پنځمې نېټې څخه تر ۱۳مې نېټې پورې د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست اړوند د تفتیش او کنټرول مدیریت څلور کسیز پلاوي د تفتیش عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف (یوسف) په مشرۍ د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي قطعاتو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
د یاد ریاست د تفتیش او کنټرول مدیریت پلاوي په دې لیدنه کې د کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پنجشیر، کاپیسا او پروان د ملکي او نظامي محاکمو د امنیتي قطعاتو د مجاهدینو د تعیناتو، اداري او امنیتې چارو، د تأمیناتي چارو، اکمال او توزېع، د پرسونل له حاضرۍ، مالي چارو، د مراجعینو او وسایطو د تلاشۍ له بهیر او نورو اړوند مواردو څخه کنټرول او څارنه وکړه.
دغه راز یاد پلاوي مجاهدینو ته د سیرت او صورت د اصلاح، پر نبوي سنتو د ځان برابرولو، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو او خپلو دندو ته د پاملرنې برخه کې د لازمو لارښوونو او سپارښتنو ترڅنګ مجاهدین د امنیتي چارو لا ښه ‏سمبال، له مراجعینو سره نېک چلند او نبوي اخلاقو لرلو ته وهڅول.
د یادونې وړ ده چې د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست دغه پلاوي د محاکمو له رئیسانو سره هم د اړوند مواردو په تړاو د مشورو لپاره ناستې ترسره کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس د (۱۴) جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه خوست او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ

د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس، محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي محمد (حصین)، مفتي فضل النعیم (محمود) او مفتي عبدالرحمن (مفتي‌زاده) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الأول میاشتې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۸
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست يوه پلاوي د جنوب لوېديځ زون ته سفر پيل کړ

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز (میوندي) په مشرۍ يوه پلاوي؛ چې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مفتي عبدالمالک (انقیادي) او د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د هلمند ولایت د محاکمو (۲۴) قضائي منسوبینو ته دوه میاشتنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د ابتدائیه او مرافعه محاکمو اړوند (۲۴) تنو قاضیانو، مفتیانو، محررینو او د وثایقو آمر ته د قضائي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه دوه میاشتنی روزنیز سیمینار، په ۲۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ. . .

بیا په خبرونو کی