د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات لغمان ولایت ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۴۲
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات لغمان ولایت ته سفر وکړ

د شنبې په ورځ (د شوال المکرم میاشتې په ۲۵مه نېټه) د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د قضائي معاون محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د نظامي معاون محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، د دارالانشاء عمومي رئیس محترم مفتي عبدالرشید (سعيد) صاحب او د بشري سرچینو عمومي رئیس محترم مولوي سیف الله (اغا) صاحب په ملتيا لغمان ولايت ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې ياد پلاوي د لغمان ولایت د مرافعه محکمې له مسؤولینو سره په یوه ناسته کې چې د لغمان ولایت د مرافعه، ښاري او نظامي محاکمو محترمو قضاتو، مفتيانو او محررينو په کې ګډون کړی و، وکتل.
غونډه د قرانکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو په جلا جلا توګه خپل ځانونه معرفي کړل.
د غونډې په دوام د سترې محکمې رئيس او قاضي القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب حفظه‌الله د غونډې ګډونوالو ته خپله عالمانه او با ارزښته وینا وکړه وویل، د محاکمو مسؤولین او منسوبین باید په ځانونو کې داسې اوصاف پيدا کړي چې له نورو خلکو سره يې څرګند توپیر موجود وي، د مراجعینو او اصحاب دعوی سره باید له پوره حوصلې څخه کار واخیستل شي؛ ځکه چې په عامو خلکو کې د هر ‌ډول فکر او خاصیت خاوندان موجود وي؛ خو له قاضي سره نه ښايي د هغوی د چلند مطابق عکس العمل وکړي، بلکې په پوره حوصله او حکیمانه توګه به قناعت ورکوي او په داسې شکل به د حکم ابلاغ ورته کوي چې د هغه قناعت حاصل شوی وي چې په حقه دی او که په ناحقه.
دغه راز محترم شيخ صاحب قضاتو ته د لا ښې همغږۍ او له یو بل سره د همکارۍ په اړه ټينګار وکړ د غونډې ګډونوالو ته يې په خطاب کې وویل چې هر یو باید کوښښ وکړئ هغه چارې چې د نظام د بهتروالي ګټې په کې نغښتې وي په مسؤولانه توګه ترسره کړئ، دا احساس ونه کړئ چې  دا زما کار نه دی او د بل چا په تمه یې پریږدئ.
محترم شيخ صاحب د خپلو خبرو په دوام د غونډې ګډنوالو ته په چارو کې د صداقت او ایماندارۍ په اړه لازمې توصیې وکړې او د ایماندارۍ د ګټو په اړه يې تفصیلي خبرې وکړې وویل، دا د اسلامي نظام د بقا لپاره یو مهم اصل دی.
د غونډې په وروستيو کې د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس او د محاکمو مسؤولینو د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات قدرمن شیخ صاحب د راتګ، شفقت او د هغه له ګټورو هدایات او قیمتي ویناوو څخه خوښي څرګنده کړه وویل، محترم شیخ صاحب په خپل راتګ سره دا ثابته کړه چې وخت په وخت د محاکمو څخه خبر اخلي او څومره زړه سوانده، حلیم او د لوړ شخصیت څښتن مشر دی.
ياده غونډه او ليدنه د نظامي معاون محترم شيخ خیرجان (خيرخواه) صاحب لخوا د دعاء په لوستلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات او ورسره مل پلاوي د لغمان ولایت د محاکمو چارې له نږدې بررسي کړې، د دوی اړتیاوې او ضرورتونه یې مشخص کړل، د چارو د لا بهبود او په ټاکلي وخت د مراجعینو دوسیو ته د رسېدنې په موخه یې ورته لازم هدایات وکړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۳
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۶۰۵) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۷۴۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۳ /۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۶۰۵) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۵۰
Background image

د زابل‎ ولايت ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو، د قتل اړوند (۱۸) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند جزا دېوان په هڅو؛ قومي مشرانو، سپین‌ږیرو او علماء کرامو په منځګړیتوب، په ۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه، (۱۸) کاله مخکې رامنځته شوې موضوع چې يو کس په کې وژل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

د خوست ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي عين الله (خليل)؛ د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان محرر مولوي حکیم الله (وقار) په ملتیا، په ۱۰/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د خوست ولایت له مرکزي. . .

بیا په خبرونو کی