د سترې محکمې د قضائي  پلټنې عمومي ریاست مسلکي پلټونکو د کندز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۹ - ۱۲:۱۳
د سترې محکمې د قضائي  پلټنې عمومي ریاست مسلکي پلټونکو د کندز ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام او د قضائي تفتیش د عمومي ریاست د محترم معاون حافظ مولوي عبدالولي(محمود) په هدایت د یاد ریاست یوه مؤظف پلاوي چې په تشکیل کې یې مولوي عبدالوارث(سعید)، مولوي رحمن الدین (ایشان) او مولوی عبدالله (ذکي)  شامل وو، د مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د  محرم میاشتې په (۶مه) نېټه د کندز ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه  یاد ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د خپل سفر په پیل کې د کندز ولایت د مرافعه محکمې له رئیس صاحب سره وکتل، ورپسې یې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د کندز ولایت له مرکزي زندان (محبس) څخه لیدنه وکړه او د نارینه او ښځینه بندي زندانیانو بشپړ شهرت، کیفیت او شکایتونه یې له ځان سره نوټ او بیا یې د هر بندي شکایت د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره شریک کړ.

دغه راز د خپل کاري پلان له مخې یې د یاد ولایت د ( 9 ) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو، ښاري او مرافعې محاکمو د ریاستونو او اړونده دېوانونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

د نوموړي هیئت د پلټنیز بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه تر سره شوه چې د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو په اړه يې بشپړ معلومات و اخیستل شول او د چارو د سمون په برخه کې ورته لازمې لارښوونې وشوې.

یاد هیئت د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه له ځان سره نوټ کړل او په لومړي قدم کې يې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته مشکلات د یادې محکمې له رئیس صاحب سره شریک کړل، ورپسې یې د ستونزو د هواري، د خنډونو د له منځه وړلو او د نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د کندز ولایت د مرافعه محکمې له ریاست سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا، جلا توګه ورسره شریک کړل.

د سترې محکمې د قضائي تفتیش هيئت د خپل سفر په جریان کې له ټولو اړوند ولایتي مسوولينو سره لیدنه وکړه او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو مربوطه ستونزو د حل په باره کې د هغوی نظرونه واورېدل.

د قضائي تفتیش د پلټنې هیئت د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم د میاشتې په (22مه) نېټه خپل سفر په داسې حال کې چې له لاسته راوړنو ډک وو پای ته ورساوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۹
Background image

د سترې محکمې قضائي تفتيش عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د سترې محکمې د قضائي پلټنې عمومي رئيس محترم شیخ عبدالرحمن (فراهي) په مشرۍ؛ په ۱۵/۱۰/۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ریاست د تېرو کړنو د ارزونې او راتلونکو چارو د لا ښه‌والي، چټکتیا او همغږۍ د تقويې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې لخوا یوې مجرمې ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت ښارې ابتدائیه محکمې دویم زون جزا دېوان د پرېکړې له مخې يوې ښځې ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۱۳/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان یاده مجرمه په یو کال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۵۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵ /۱۰ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۵۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی