د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال ۱۴مه غونډه ترسره شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۱۳:۳۳
د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال ۱۴مه غونډه ترسره شوه


د چهار شنبه په ورځ (۱۳/جمادی الثانیه /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ د سترې محکمې د عالي شورا د ۱۴۴۵ هـ ق کال ۱۴مه غونډه ترسره شوه.
د سترې محکمې د عالي شورا په دې ناسته کې چې د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب په مشرۍ جوړه شوې وه، د عالي شورا غړو محترم شیخ محمدقاسم (راسخ)صاحب، محترم شیخ عبدالمالک (حقاني) صاحب، محترم شیخ خیرجان (خیرخواه) صاحب، محترم شیخ محمد شریف (حقاني) صاحب او محترم مفتي عبدالرشید (سعید) صاحب ګډون درلود.
د عالي شورا په دې ناسته کې د غونډې په اجنډا کې د شاملو درېیو (۳) مهمو موضوعاتو په اړه تر تفصیلي خبرو وروسته د یادو موضوعاتو اړوند فیصلې صادرې شوې. 
د سترې محکمې د عالي شورا یاده ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د جوزجان د مرافعه محکمې لپاره د دعوت او ارشاد برخې آمر وټاکه 

د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رياست رئيس محترم حافظ مولوي عبدالعزيز (ميوندي) په مشرۍ د یاد رياست پلاوي د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د صفرالمظفر مياشتې په ۲۳مه نېټه جوزجان ولایت ته د سفر پر مهال. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې اداري مرستيال د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره ليدنه وکړه

د سترې محکمې اداري مرستيال محترم شيخ عبدالمالک (حقاني) د کابل د مرافعه محکمې اړوند د وثايقو آمريتونو له مراجعينو سره په ۲۳/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه له نږدې ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې محترم. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۳:۴۸
Background image

د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې (۵۲) عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د خوست ولايت د حقوقو آمريت په يوه مياشت کې له ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې (۵۲) حقوقي عرض پاڼو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات. . .

بیا په خبرونو کی