د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

m_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۱۴:۱۹
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس کاپیسا ولایت ته سفر وکړ


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۵مه نېټه د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) د یوه پلاوي په مشرۍ چې په ترکیب کې یې د یاد دېوان مفتي صاحبان محترم مفتي عبدالحی او مفتي سعيد احمد (مزمل) شامل وو، د قتل د قضیې د څېړنې په موخه کاپیسا ولایت ته سفر وکړ.
د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) او ورسره مل پلاوي د دغه سفر پر مهال له قاتل او د مقتول له وارثینو سره وکتل او له دوی یې د پېښې په اړه پوره تحقیق وکړ.
پر دې سربېره د جزا دېوان عمومي رئیس د کاپیسا ولایت د مرافعه محکمې د رئیس، د مرافعه محکمې د جزا دېوان له رئیس او یو شمېر نورو قضائي غړو سره وکتل او د جزائي موضاعتو د اصولي او شرعي حل او فصل په موخه یې ورته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی